د افغانستان د جوجيتسو سکرترجنرال د نړیوال فدراسیون په نړیواله جنرال اسامبله کی ګډون وکړ.
د جوجیتسو فدراسیون سکرترجنرال ډاکټر حارث ابوی چې په نړیوال فدراسیون کې د منځنۍ اسیا استازیتوب هم کوي، د جوجیتسو فدراسیون په نړیوال کانګریس کې چې د نومبر په پنځمه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
په دې کنګره کې د نړۍ د جوجیتسو فدراسیون مشر د نورو پنځو کلونو لپاره د کانګرس د غړو لخوا وټاکل شو.
د کنګرې په څنډه کې ښاغلي ابوی د نړۍ او اسيا هېوادونو له مشرانو او د جوجيتسو د نړيوال فدراسيون له مرستيال سره په جلا جلا توګه وکتل او په افغانستان کې يې د جوجيتسو د ورزش د ودې په اړه خبرې وکړې.
