د افغانستان د فوټبال فدراسيون، ويکتور انرژۍ کمپنۍ او اريانا تلويزيون ترمنځ د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ سیاليو د پیل او خپرولو درې اړخيز قرارداد لاسلیک شو

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۹:۳۲
د افغانستان د فوټبال فدراسيون، ويکتور انرژۍ کمپنۍ او اريانا تلويزيون ترمنځ د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ سیاليو د پیل او خپرولو درې اړخيز قرارداد لاسلیک شو

د افغانستان د فوټبال فدراسيون، ويکتور انرژۍ کمپنۍ او اريانا تلويزيون ترمنځ د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ سیاليو د پیل او په ژوندي توګه د خپرولو درې اړخيز قرارداد لاسلیک شو.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې، چې په اريانا تلويزيون کې جوړ شوي وو، د افغانستان د فوټبال فدراسيون او ورزش ادارې فني معاون حافظ احمد جان ځدران، د اريانا تلويزيون تجارتي رييس ستانکزي او د ځلال صنعتي شرکت عمومي مدير نصير احمد مجيدي ګډون کړی و او د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ درېيم پړاو سياليو د نشر قرارداد يې لاسليک کړ.

د افغانستان د اتلانو درېیم پړاو سيالۍ د فوټبال فدراسيون له لوري د ويکتور انرژۍ کمپنۍ په مالي ملاتړ د ۲۰۲۴ کال اپریل مياشتې په ۲۰ مه نېټه به پيل او د اريانا تلويزون له لوري به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون او ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران په خپله وينا کې وويل: د فوټبال د مينوالو لپاره د افغانستان د اتلانو درېيم پړاو سياليو ترسره کېدل يو ښه زېری دی او د ويکټور انرژۍ کمپنۍ له مسوولينو يې مننه وکړه، چې د دغو سياليو د نشر په برخه کې د مالي ملاتړ لپاره رامخکې شول او د دغو سياليو مالي ملاتړ يې په غاړه واخيست، چې له اريانا تلويزيون څخه به په ژوندۍ بڼه نشر شي، ښاغلي ځدران په سوداګرو او خصوصي بنسټونو غږ وکړ، چې د هيواد د فوټبال ملاتړ وکړي.

همدارنګه د ويکتور انرژۍ کمپنۍ د اړيکو مسوول ښاغلي بحره زياته کړه چې د فوټبال سياليو نشر به د فوټبال پر وده او پر لوبغاړو مثبت اغېز ولري.

د يادونې وړ ده، چې د اتلان ليګ درېيم پړاو سيالۍ به د کابل په کوربتوب د ۱۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شي او له يوې مياشتې به ډېر دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS