د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د منځنۍ اسیا د فوټبال ټولنې د مرستیال په توګه وټاکل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۹:۵۸
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د منځنۍ اسیا د فوټبال ټولنې د مرستیال په توګه وټاکل شو

د افغانستان د فوړټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر نن سه شنبه د مې میاشتې په دویمه د کافا په هغو ټاکنو کې چې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د فوټبال د نړیوال مشر شیخ سلمان په حضور کې ترسره شوې، د مرکزي اسیا د فوټبال د اتحادیې CAFA د مرستیال په توګه وټاکل شو.

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې چې د نړۍ او اسيا د فوټبال د مسوولينو سربېره د قرغزستان، افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، ايران او ازبکستان هېوادونو د فوټبال فدراسيونونو استازو په کې ګډون کړی ؤ او په غوڅ اکثريت یې ښاغلی کارګر د مرکزي آسیا د فوټبال ټولنې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS