د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په المپيکي سياليو کې د ګډون لپاره د چين هانګ جو ښار ته روانه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۳:۱۷
د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په المپيکي سياليو کې د ګډون لپاره د چين هانګ جو ښار ته روانه شوه

د افغانســــــــتان د واليبال ملي لوبډلې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق سره تر ليدنې وروسته د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د دې هېواد هانګ جو ښار ته روانه شوه.

د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې به د واليبال سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيل شي.

د افغانســــــــتان د واليبال ملي لوبډله د دغو سياليو په F ګروپ کې له جاپان، اندونیزیا او فيلپين هېوادونو سره لوبې لري.

د واليبال ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې د واليبال ملي لوبډلې ته تر دې سياليو وړاندې ١٥ ورځې تمريناتي کمپ هم ورکړل شوى.

ټاکل شوې د چين هېواد په کوربتوب به اسیايي المپيکي سيالۍ د سپټمبر میاشتې پر ۲۳ مه نېټه پيل شي، چې له افغانستان څخه هم په دې سياليو کې د واليبال په ګډون د ۱۷ ورزشي رشتو تر سلو زيات ورزشکاران ګډون کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS