د افغانستان د وزلوبې لیګ د تېرې ورځې لوبې
د افغانستان د وزلوبې لیګ په دوام تېره ورځ درې نورې لوبې وشوې، چې په لومړۍ لوبه کې کندهار ولایت کابل درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې بغلان لوبډلې بلخ ته دوه د یو پر وړاندې ماتې سره مخ کړ.
په درېیمه لوبه کې فاریاب لوبډلې له بامیان لوبډلې سره لوبه وکړه، چې درې د صفر پر وړاندې بامیان لوبډلې لوبه وګټله.
دا په داسې حال کې ده، چې نن به هم یادې لوبې دوام وکړي.
نن به د پنجشېر ولایت لوبډله له بامیان او بلخ لوبډله له نورستان سره د لوبو ډګر کې مخ شي.
بل خوا په پام کې ده، چې د فاریاب ولایت لوبډله له کندز سره لوبه وکړي.
