د افغانستان د کام اير واليبال لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې له چين تايپه څخه ماتې وخوړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۸:۳۸
د افغانستان د کام اير واليبال لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې له چين تايپه څخه ماتې وخوړه

د افغانستان د کام اير واليبال لوبډلې، چې دا مهال په بحرين هيواد کې د افغانستان په نماينده ګي لوبيږي، په خپله لومړنۍ سيالي کې له چين تايپه لوبډلې څخه د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې وخوړه.

دا سيالي د بحرين هيواد په منامه ښار کې نن غرمه مهال د افغانستان په وخت ۱۲:۳۰ بجې پيل شوه، د کام اير واليبال لوبډلې په ترتيب سره درې ميدانونه د ۲۱-۲۵، ۱۶-۲۵ او ۱۴- ۲۵ نمرو په توپير تايچونګ بانک چين تايپه ته بايلودل.

د يادونې وړ ده، چې د تايچونګ چين تايپه لوبډله يوه له پياوړو لوبډلو څخه ده، چې په ۲۰۱۵ م کال کې يې بې له کومې ماتې د اسيا کلبونو د قهرماني جام اتلولي خپله کړې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS