د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار پيل شو

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۱
د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار پيل شو

په کابل کې د هېواد له پنځو ولایتونو ۱۰۰ روزونکو ته د علمي او مسلکي وړتیا لوړونې او د کیک بکسینګ برخه کې د روزنې په موخه د افغانستان د کیک بکسینګ ملي فدراسیون درېیمه درجه لومړی پړاو روزنیز سمینار پيل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دغه سمینار کې د کابل، میدان وردګ، لوګر، لغمان او پروان ولایتونو روزونکو ګډون کړی دی، چې په کې به د روزنې د پوهې او کیک بکسینګ د معیاري کولو اړوند موضوعات تدریس شي.

دغه روزنیز سمینار به د افغانستان د کیک بکسینګ فدراسیون د روزونکو کمېټې مسوول محمد حامد ساطاني او د کیک بکسینګ فدراسیون مشر روزونکي احمد سهیل کاکړ له لوري تدریس شي.

په دغه سمینار کې به ګډون کوونکي روزونکي د کیک بکسینګ لاتیني اصطلاحاتو، د روزنې په نړیوالو قوانینو، د روزنې په معیاري کولو، د روزونکو د پوهې وړتیا لوړولو او د کیک بکسینګ اړوند نور موضاعات زده کړي.

د سمینار د پيل په مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار د افغانستان د ورزش د علمي کچې لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هېواد ورزش اوس مهال د پرمختګ په حال کې دی.

همدارنګه نومووړي زیاته کړه، چې د دې ننګونې د هواري لپاره، په ورزشي برخه کې علمي او مسلکي ظرفیت‌جوړونه اړینه ده او د داسې روزنیزو سمینارونو جوړېدل باید په ټولو ورزشي فدراسیونونو کې پلي شي، ترڅو د روزونکو او ښوونکو د پوهې او وړتیا کچه لوړه شي.

ښاغلي افتخار په ورزشي وده کې د تخصصي زده کړو پر ارزښت ټینګار وکړ او د ښوونیزو سیمینارونو جوړول یې د روزونکو ترمنځ د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره یوه اغېزمنه لاره وبلله.

د افغانستان د کیک‌بوکسنګ ملي فدراسیون د درېیمې درجې روزنیز سمینار د لومړي پړاو په دغه پرانیستغونډه کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي رئیس محمد یوسف افتخار، د افغانستان د کیک‌بوکسینګ ملي فدراسیون رئیس الحاج شیرمحمد هاشمي، د ورزش ادارې مسوولینو، د کیک‌بوکسنګ ملي فدراسیون رهبرۍ، استادانو او روزونکو ګډون کړی و.

د دې سمینار جوړونکي وايي، د داسې ښوونیزو سمینارونو جوړېدو موخه د روزونکو د تخصصي پوهې لوړولو لپاره د زمینې برابرول، د روزنې له نړیوالو معیارونو او قوانینو سره د هغوی بلدتیا او په افغانستان کې د کیک‌بوکسینګ د روزنیزو وړتیاوو پیاوړي کول دي.

د افغانستان د کیک‌بوکسینګ ملي فدراسیون د درېیمې درجې مربیګرۍ سمینار لومړی پړاو په داسې حال کې پیل شو، چې د هېواد له پنځو ولایتونو څخه د روزونکو د تجربو او پوهې د تبادلې زمینه هم برابره کړې ده او دا چاپیریال کولای شي د کیک‌بوکسینګ د علمي او مسلکي پرمختګ او د دې رشتې د نوي نسل د روزنې په لاره کې اغېزمن رول ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS