د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله خپله درېیمه سیالي له اندونیزیا سره کوي
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو کې، چې د ټایلنډ هېواد په کوربتوب ترسره کېږي، خپله درېیمه سیالي له اندونیزیا سره سبا ( د وري پر ۵مه) د کابل پر مهال ماسپېښین ۱:۰۰ بجه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
په دغه جام کې افغان ملي لوبډلې په C ګروپ کې د ایران او متحده عربي اماراتو هېوادونو له لوبډلو سره سیالۍ کړې دي، چې د دواړو پر وړاندې یې ماتې خوړلې ده.
د ۲۰۲۵ اسیا جام د ۱۶ لوبډلو په ګډون د کب پر ۳۰مه پیل شوې او د وري تر ۹مې به دوام وکړي.
