د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې میانمار ته لوبه بايلوده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۸:۳۱
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې میانمار ته لوبه بايلوده

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له میانمار سره د دغه هېواد په کوربتوب، د ۲۰۲۷ فوټبال اسیا جام سیالیو کې د لوبېدو په موخه، له یادې لوبډلې سره سيالي وکړه، چې د ۱ - ۲ ګولونو په توپير يې سيالې لوبډلې ته بايلوده.

په دغه سيالۍ کې لومړۍ نيمه مساوي شوه او د افغانستان لپاره اميد پوپلزي ګول وواهه؛ خو دويمه يې د سيالې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د ویلو ده، چې د ۲۰۲۷ فوټبال اسیا جام سیالۍ به د ۲۴ هېوادونو په ګډون د سعودي عربستان په کوربتوب د ۲۰۲۷ میلادي کال جنوري میاشتې پر ۷مه پیل او د فیبروري پر ۵مې نېټې پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

BACK TO NEWS