د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پاکستان سره دويمه لوبه هم مساوي پای ته ورسېده
د ۲۰۲۷ فوټبال اسیا جام ته د لار موندنې درېيم پړاو سیالیو کې د فوټبال ملي لوبډلې دويمه لوبه هم له پاکستان سره ۱ - ۱ مساوي پای ته ورسېده.
د فوټبال ملي لوبډله د دغو سياليو په درېيم پړاو کې له پاکستان، سوريې او ميانمار سره په E ګروپ کې يو ځای ده، چې هر لوبډله به يو ځل د کوربه او يو ځل د مېلمه په توګه له سيالې لوبډلې سره سيالي کوي.
افغانستان به د دغه پړاو وروستۍ سيالي کې د روان ميلادي کال د نومبر مياشتې پر ۱۸مه د ميانمار پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.
د ویلو ده، چې د ۲۰۲۷ فوټبال اسیا جام سیالۍ به د ۲۴ هېوادونو په ګډون د سعودي عربستان په کوربتوب د ۲۰۲۷ میلادي کال جنوري میاشتې پر ۷مه پیل او د فیبروري پر ۵مې نېټې پای ته ورسېږي.
