د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې چین ته ماتې ورکړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۲۵
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې چین ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټسال ملې لوبډلې د مراکش په څلور اړخیزو سیالیو کې، چې د دغه هېواد په کوربه‌توب ترسره شوې، تېره شپه ( د وري پر ۲۴‌مه) له چین هېواد سره سیالي وکړه، چې د ۶ – ۲ ګولونو په ستر توپیر یې ماتې ورکړه.

افغانستان په دغو سیالیو کې دوه سیالۍ وکړې، چې په لومړۍ لوبه کې یې له پرتګال څخه ماته وخوړه او په دویمه لوبه کې یې چین ته په لوی توپیر ماته ورکړه،

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو په پایله کې مراکش لومړی مقام، پرتګال دویم مقام او افغانستان د درېیم مقام ګټونکی شو.

د مراکش فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ د افغانستان، مراکش، پرتګال او چین هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر نهمه نېټه پیل شوې وې، چې تېره شپه( د مارچ پر ۱۳‌مه) پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۷
Background image

سمنگان کې د ځوانانو او نويو ځوانانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له درېيو کلبونو څخه د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۴
Background image

بادغیس کې د فوټبال اتحاد جام سيالۍ د اخته ګل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قادس ولسوالۍ په برګل حوزه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو د مخنيوي پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS