د افغانستان واليبال غوره ليگ په شپږمه ورځ؛ طلوع او خراسان لوبډلو برياوې خپلې کړې

د افغانستان واليبال غوره ليگ څلورم پړاو سياليو په شپږمه ورځ، خراسان پوهنتون لوبډله د عقاب بابه پر وړاندې او طلوع لوبډله د افغان ملي لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډگر ته ښکته شوه.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې خراسان پوهنتون لوبډلې سيالې عقاب بابه لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير او په دويمه لوبه کې بيا طلوع لوبډلې خپلې سيالې افغان ملي لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماته ورکړه او برياوې يې خپلې کړې.
د ويلو وړ ده، چې يادې سيالۍ د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د واليبال ملي فدراسيون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د روان کال د غويي مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوي، چې د غبرگولې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.