د افغانستان واليبال ملي لوبډله نن پنجشنبه د ايران لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي
د افغانستان واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا واليبال اتلوليو سياليو کې نن پنجشنبه د ليندۍ په ٣نېټه د پاکستان په وخت د ماښام ٦ بجې به خپله لومړۍ لوبه د ايران لوبډلې پر وړاندې وکړي.
د مرکزي اسیا د واليبال اتلوليو سياليو کې د ايران، افغانستان، پاکستان، بنګله دېش او سريلانکا لوبډلې ګډون لري.
دغه سيالۍ به نن د پاکستان په لاهور ښار کې رسماً پیل شي.
