د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره نن خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه ترسره کوي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو په لړ کې نن (جمعه/۴وري ) شپه خپله لومړنۍ سیالي ترسره کوي .
تمعه ده، چې دا سیالي به نن شپه د افغانستان په وخت اته نیمې بجې د متحده عربي اماراتو د شارجه ښار په ورزشي لوبغاړي کې د افغانستان په کوربتوب پیل شي.
د دې سیالیو دویمه لوبه به د راتلونکې یکشنبې او درېیمه وروستۍ هغه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ ترسره شي.
د دواړو هیوادنو لوبډلې څو ځلې په نړیوالو لوبو کې له یو بل سره مخامخ شوې او لوبېدلې دي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې دواړه لوبډلې د شل اوریزو درېوو لوبو سېریز ترسره کوي.