د الحاج مولوي عبدالودود حقاني په مشرۍ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست اداري مجلس د ۱۴۴۴ ه.ق کال د شوال مياشتې پر ۱۹ نېټه ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۸:۴۹
د الحاج مولوي عبدالودود حقاني په مشرۍ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست اداري مجلس د ۱۴۴۴ ه.ق کال د شوال مياشتې پر ۱۹ نېټه ترسره شو

ياده جلسه له غرمې وروسته د سه شنبې پر ورځ د المپيک ملي کمېټې د مقام په رياست کې ترسره شوه، چې د نوموړې ادارې رئيسانو، امرينو، مشاورينو پکې ګډون کړی و. 
غونډه لومړی د قران کريم په مبارکو ايتونو سره پيل شوه، بيا ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني لومړنۍ خبرې وکړې او هم يې د غونډې اجنډا ګډونوالو ته په لنډ ډول تشريح کړه. 
په دې جلسه کې د لومړنۍ موضوع پر اړه دا فيصله وشوه، چې يو پنځه کسيز هيئت دې د انجنير محمد حنيف حنيفي په مشري وټاکل شي،چې په تشکيل کې يې ګلاب الدين خپلواک، سيد رسول افغاني، حيات الله رحماني او عبدالظاهر شامل دي، دوی ته وظيفه ورکړل شوه، چې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مربوط د هغو ودانيو پر اړه دې څېړنه پيل کړي، چې خصوصي شرکت ته ورکړل شوي دي او نتايج دې په راتلونکې غونډه کې له جلسې سره شريک کړي. 
د پروان ولايت د جمنازيوم د موضوع د حل کولو لپاره يوه هيئت وټاکل شو، چې محترم ګلاب الدين خپلواک، حيات الله رحماني، سيد رسول افغاني او عبدالظاهر پکې شامل دي دوی ته دنده ورکړل شوه، چې ياده موضوع بررسي او په راتلونکې جلسه کې يې نتايج شريک کړي. 
په جلسه کې بله موضوع د سکېټستان د وسايلو د برخليک وه، چې مخکني هيئت ته وظيفه وسپارل شوه، چې ياده موضوع وڅېړي او  هغه توکي لېست کړي، چې د بدني روزنې او سپورټ اداره ورته اړتيا لري او بيا یې له رهبري سره لېست شريک کړي. 


له بل پلوه هغه هيئت ته، چې له محمد يوسف افتخار، محترم عبدالظاهر، قاري مسعود پوپل، مير سيد قيام څخه جوړ شو، وظيفه وسپارل شوه، چې په ټولو ولايتونو کې د جمنازيومونو د کرايې او قرادادنو موضوع وڅېړي او د خپل کار پايله او طرحه په راتلونکې غونډه کې له رهبري سره شريک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS