د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د نيمروز ولايت له والي سره وليدل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د نيمروز ولايت له والي شيخ محمد قاسم خالد او د ياد ولايت له معاون سليمان اغا صاحب سره وليدل.
په دغه لیدنه کې په ياد ولايت کې د ورزشي اماکنو اړوند په شته ستونزو خبرې وشوې او د حل لپاره يې د نيمروز ولايت والي شيخ محمد قاسم خالد ژمنه وکړه، چې د يادو ورزشي اماکنو د ستونزو د حل لپاره به با صلاحيته کمېټه ټاکي او د ستونزو له حل وروسته به ياد اماکن د نوموړي ولايت د ورزشي آمريت په اختيار کې ورکوي.
د يادونې وړ ده چې د نوموړي ولايت والي شيخ محمد قاسم خالد د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق سره ژمنه وکړه، چې په دغه ولايت کې به د ورزشي برخې له مسولينو سره تر خپل توانه همکاري کوي او د دوی ستونزو ته به پر وخت رسيدنه کوي.