د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د تخار ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۴
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د تخار ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د يادې ادارې د المپيکي چارو رييس الحاج داد محمد پاينده اختري، د پلان او پالیسي رييس انجنير محمد حنیف حنيفي او د نوموړې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د تخار ولايت له ورزشي ادارې او د دغه ولايت د ورزشي رياست له کارکوونکو او د مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره وليدل او د دوی ستونزې يې واورېدې.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ياد ولايت ته د‌ هېواد د ورزش ادارې ورتګ ستاينه يې وکړه.

ورپسې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د ياد ولايت د ورزشي ادارې او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له‌ استازو سره ناسته وکړ او د دوی غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې يې واورېدې.

ښاغلي مولوي احمدالله وثيق د تخار ولايت ورزشي مسولينو ته د هغو د غوښتنو، وړانديزونو او شته‌ ستونزو په برخه کې ډاډ ورکړ‌، چې ستونزو ته به يې‌ تر خپل توانه رسيدګي کوي. ښاغلي وثيق د فدراسيونونو له مسولينو‌ سره ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت لپاره به ورزشي توشکې له پېشنهاد وروسته لېږل کېږي، تر څو د دغه ولايت ورزشکاران پرې خپلې لوبې ترسره کړي. نوموړي د ياد ولايت ورزشي چارې احسن او ښې و بللې او په راتلونکې کې يې د دغه ولايت ورزشي مسولينو ته د لا زياتو برياوو هيله وښوده.

هېره دې نه وي، چې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه سفر پيل کړی، چې تېره ورځ يې د کندز ولايت له ورزشي ادارې هم ليدنه کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې د دغې ناستې په پای کې د جمناستيک فدراسيون د ورزشکارانو له لوري ورزشي نمايشات هم ترسره شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۷:۱۲
Background image

پکتیا کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سامبو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د سامبو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۷:۱۰
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د اوسپورت سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په کوثر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو "اوسپورت سبک" دوستانه سیالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۷:۱
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې. . .

BACK TO NEWS