د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس مولوي عبدالودود حقاني د بزکشي فدراسيون له مسولينو سره ليدنه وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۰:۲۰
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس مولوي عبدالودود حقاني د بزکشي فدراسيون له مسولينو سره ليدنه وکړه

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس مولوي عبدالودود حقاني د هيواد د بزکشي ملي فدراسيون له مسولينو سره د نوموړي د تقررۍ په مناسبت په جوړې شوې غونډې کې په داسې حال کې ليدنه وکړه، چې د بزکشي فدراسيون رئيس غلام سرور جلال او د ياد فدراسيون د ولايتونو مسولين او نور کارمندان موجود و. ياده ناسته پرون د مولوي صاحب عبدالودود حقاني د نوي مسوليت په پار په پلازمېنې کابل د بزکشي فدارسيون په انګړ کې جوړه شوې وه.

غونډه د قرانکريم په مبارکو ايتونو سره پيل شوه، ورپسې د بزکشي او نېزه بازي فدراسيون د مسولينو په استازولي د سمنګان ولايت د بزکشي فدراسيون رئيس قاري ذبيح الله حاجي زاده وينا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې ښاغلي مولوي عبدالودود حقاني ته ښه راغلاست ووايه او خوښي يې څرګنده کړه،چې د بزکشي فدراسيون په انګړ کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست مشرتابه حضور لري، نوموړي همداراز د المپيک ملي کمټې او سپورټ عمومي رياست نوي رئيس ته د ورسپارل شوي مسوليت د مبارکي ترڅنګ هيله څرګنده کړه،چې د نوي رئيس په راتګ سره به په هيواد کې ورزش وده او پرمختګ وکړي.

ورپسې مولوي عبدالودود حقاني خبرې وکړي، نوموړي په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې د بزکشي او نېزه بازي فدراسيون له مسولينو سره ليدنه کوي،همداراز يې په خپلو خبرو کې وويل،چې د بزکشي فدراسيون د مسولينو له اتفاق او اتحاد څخه خوښ دی، ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د ياد فدراسيون له مسولينو سره ژمنه وکړه، چې په خپل ټول توان او امکاناتو به له دوی او فعاليتونو څخه يې ملاتړ کوي.

په پای کې له افغاني دود سره سم، ښاغلي حقاني ته د بزکشي فدراسيون د مسولينو له خوا چپن ډالۍ او لونګۍ ور په سر کړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS