د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د کیک بوکسنګ فدراسیون له سرپرست سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۹:۰
د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د کیک بوکسنګ فدراسیون له سرپرست سره وکتل

د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریاست رئیس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د کیک بوکسنګ فدراسیون له سرپرست عبدالرقیب عظیم هوتک سره وکتل او د یاد فدراسیون په ستونزو، اړتیاوو او لاس ته راوړنو یې بحث وکړ.

لومړی د کیک بوکسنګ فدراسیون رهبري پلاوي د فدراسیون د اوسنۍ حالت پر اړه معلومات وړاندې کړل، خپلې ستونزې، وړاندېزونه او راتلونکې پلانونه یې له ښاغلي حقاني سره شریک کړل.

الحاج مولوي عبدالودود حقاني د کیک بوکس فدراسیون ستونزې او وړاندېزونه واورېدل او د هېواد د سپورټ ادارې له تګلارې سره سم یې د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS