د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري د ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې د درغلۍ له امله د بوکسنګ فدراسیون په رهبري کې تغییر راولي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۹ - ۹:۴۶
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري د ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې د درغلۍ له امله د بوکسنګ فدراسیون په رهبري کې تغییر راولي

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رياست رهبري د بوکسنګ فدراسیون د ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې، چې په ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ نېټه په ننګرهار ولايت کې ترسره شوې وې، د درغلۍ له امله د بوکسنګ فدراسیون رهبري کې د تغییر راوستلو پرېکړه کړې ده او هغه دوه تنه ورزشکاران یې له لېست څخه لیرې کړي او پر ځای یې وړ کسان معرفي شوي، چې په درغلۍ د اسیايي بوکس ټولنې ته معرفي شوي وو.

د المپيک د منشور او د ياد فدراسيون د اساس نامې له مخې يو بوکسر هغه وخت په ملي لوبډله کې د انتخابېدو حق لري، چې يو لړ مراتب طی کړي، د قهرمانۍ حکم ولري او څو حريفانو ته يې ماتې ورکړې وي. همدا ډول په ټوله کې له کلبونو څخه د زون په سطحه او بيا د ولايت په سطحه انتخاب شوی او سيالۍ يې ترسره شوې وي. وروسته له ولايتي سياليو څخه ګټونکي بوکسران بيا د ملي لوبډلې په انتخابي سياليو کې د ګډون او انتخابېدو حق لري.

د اساس نامې له مخې هر بوکسر بايد پورته مراحل طی کړي، چې له بده مرغه په يادو سياليو کې اتو تنو هر يوه: سيد احمد، عبيدالله، جاوېد، مجتبی، ذين الدين، شرافت، ادريس او انصار ته بې له پورته مراحلو طی کولو څخه مستقيماً د ملي انتخابي سياليو رينګ ته د داخلېدو حق ورکړل شوی و، چې له پورته اتو تنو څخه دوه تنو يې (جاوېد، عبيدالله) د کابل په انتخابي سياليو کې ماتې خوړلې وه؛ خو بيا يې هم د ملي ټيم په انتخابي سياليو کې اجازه ورکړې وه.

همدا ډول د دوو تنو اصلي ګټونکو بوکسرانو او قهرمانانو( امېد او حماس) پر ځای دوه تنه نور ماتې خوړونکي بوکسران (احمد مجيب او ذين الدين) اسيايي بوکس ټولنې ته معرفي شوي وو.

له بشپړ او هر اړخيز تفتيش او تحقيق وروسته پورته ملاحظاتو ته په کتو د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رهبري پرېکړه وکړه، چې د بوکسنګ فدارسيون رهبري دې بدله او پر ځای دې نوي وړ کسان مسوليتونو ته راوستل شي، همدارنګه د رهبري د پرېکړې له مخې هغه دوه تنه هم تغییر شول، چې په درغلي اسیایي بوکس ټولنه ته معرفي شوي وو، د یادوو دوو کسانو پر ځای مستحق او هغه کسان چې وړ یې وو، یادې ټولنې ته معرفي شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS