د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د هرات د غمیزې په تړاو ختم ترسره او د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړ

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۴:۳
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د هرات د غمیزې په تړاو ختم ترسره او د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړ

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري په هرات ولایت کې د وروستۍ غمیزې د قربانیانو او شهیدانو لپاره د قران عظیم شان ختم ترسره او د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو، چې څو ورځې به دوام وکړي.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست مشاورینو د ټولو رياستونو رییسانو، آمرینو، د فدراسیونونو استازو، د رسینو مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په پیل کې په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې د شهیدانو په پار د قران عظیم شان ختم او ختمانه ترسره او د قربانیانو کورنیو ته دعا وکړل شوه.

ورپسې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هرات وروستۍ غمیزه د ټول افغانستان غمیزه یاده کړه زیاته یې کړه: «مسلمانان ټول لکه د یوه وجود حیثیت لري، کله چې د وجود یوه برخه درد ویني ټول وجود ورسره نا ارامه وي؛ نو د هرات پر وروستۍ غمیزه ټول مسلمانان دردمن دي او قربانیانو ته یې د صبر جمیل دعا کوو.» ښاغلي وثیق وویل: د هر مسلمان او مومن د فرد فرد مسوولیت دی، چې د دغې غمیزې له پاتې کسانو سره خپله اسلامي وجیبه ادا او تر خپل توانه يې مرسته او همکاري وکړي.

نوموړي وویل: د وروستۍ غمیزې له قربانیانو سره حاکم دولت تر خپله توانه همکاري کړې، ورغلي او له نیږدې یې د دوی پوښتنه کړې، زموږ او تاسو د یو مسلمان ورور په حیث حق لرو چې په دې سخت وخت کې یې ترڅنګ ودرېږو او خپله مالي او ځاني همکاري ورسره وکړو.

ورپسې د یاد ریاست د دعوت او ارشاد رییس دادمحمد بریال عطایي خبرې وکړې زیاته یې کړه: اسلام د خواخوږۍ دين دی، هر مسلمان ته اړینه ده چې په داسې شرایطو او حالاتو کې له خپلو مسلمانو وروڼو سره خواخوږي وښيي او ترڅنګ یې ودرېږي. نوموړي وویل: مسلمانان باید په ستونزمنو حالاتو کې د حضرت محمد ص او اصحابو کرامو په نقش قدم لاړ شي او لاره یې تعقیب کړي.

ښاغلي عطایي همداراز د هرات ولایت زلزله ځپلي د دې وخت ترټول مظلوم قربانیان یاد کړل او له دوی سره همکاري یې د ټولو مسلمانانو اصلي وجیبه او خدای ج ته د رسېدو لار یاده کړه.

دغه راز په پای کې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولو د کمپیان په پیل کې د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق ۱۰۰۰۰۰یو لک افغانۍ، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني ۲۰۰۰۰ شل زره افغانۍ، حقوقي مشاور سید الرسول افغاني ۲۵۰۰۰ پنځه ویشت زره افغانۍ، د دعوت او ارشاد ريسس دادمحمد بریال عطايي ۲۵۰۰۰ پنځه ویشت زره افغانۍ، د پلان او پالیسۍ مشاور ګلاب الدین خپلواک ۵۰۰۰ پنځه زره افغانۍ، نغدي مرسته اعلان کړه او دغه راز د یاد ریاست نورو کارکوونکو، د فدراسیونو استازو او ورزشکارانو خپلې مالي مرستې اېښودل شوي صندق ته واچولې، چې په راتلونکې کې به له ټولو ارقامو سره یوځای نشر شي.

د یادونې وړ ده چې د یاد ریاست د رهبرۍ له لوري د ټولو ولایتونو استازو ته خبر ورکړل شوی، چې هرڅومره زر په ولایتونو کې د مرستې ټولولو دا لړۍ بشپړه او وروستي ارقام ورسره شریک کړي، چې په پایله کې به ټول ارقام له هیوادوالو سره شریک او له هغه وروسته به د شفاف مېکانېزم له لوري د زلزلې په قربانیانو ووېشل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS