د المپیک ملي کمېټې د رهبري له خوا د فریزبي انتخابي سیالیو ګټونکې لوبډله وستایل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۸:۳۵
د المپیک ملي کمېټې د رهبري له خوا د فریزبي انتخابي سیالیو ګټونکې لوبډله وستایل شوه

د المپیک ملي کمېټې د رهبري له خوا د سږکال د فریزبي انتخابي سیالیو ګټونکې لوبډله تشویق او وستایل شوه.

د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختر نن سهار په خپل کاري دفتر کې د فریزبي فدراسیون رهبري او د انتخابي سیالیو ګټونکي ورزشکاران وستایل او وې هڅول.

د پرګرام په پیل کې د فریزبي فدراسیون رئیس عبدالرشید غزنوي د فریزبي انتخابي سیالیو لنډ راپور وړاندې کړ او د خپلو خبرو په جریان کې یې د لوکر ولایت د بدني روزنې او سپورټ له امریت څخه مننه وکړه، چې د یادو سیالیو ښه کوربتوب یې وکړ، هم یې د فریزبي فدراسیون راتلونکي پرګرامونه د هیواد د المپیک ملي کمېټې له رهبري سره شریک کړل.

ورپسې ښاغلي اختري خبرې وکړې، د ښه راغلاست ترڅنګ یې د فریزبي رهبري او یادې لوبډلې ته وويل: ستاسې هڅې او علاقه دې ریشتې ته د دې ښکارندويي کوي، چې فریزبي لوبه په هیواد کې د پرمختګ په حال کې ده. زما له تاسو لوبغاړو او د فدراسیون له رهبري څخه دا هیله ده، چې دا ریشته په پښو ودروئ او پرمختګ ورکړئ.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د حوت پر ۲۲ مه د دې ریشتې ملي انتخابي سیالۍ د لوګر په کوربتوب د اتو ولایتونو د ورزشکارانو تر منځ جوړې شوې وې، چې په پای کې ۳۲ غوره څېرې ملي لوبډلې ته انتخاب شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS