د امن جام د لوبو په شپږمه ورځ کی دوه لوبې ترسره شوې.

د امن جام د لوبو په شپږمه ورځ کی دوه لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کې د شاهین اسمايي لوبډلې د طوفان هریرود لوبډلې سره لوبه وکړه چې ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
په دې لوبه کې د شاهین اسمايي لوبډلې لپاره هدایت الله قریشي او نعمان ولیزاده او د افغانستان د لوېدیځ زون لوبډلې لپاره نظري او نبي اسحق زي ګول وهنه ترسره کړه.
خو په دویمه لوبه کې سیمرغ البرز وتوانید چې په څلورو ګولونو سره عقابان هندوکش ته ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې د سیمرغ البرز لپاره مصطفی رضايي، عبیدالله عمري، شکرالله کوهي او علي رضا پناهي ګول وهنه ترسره کړه او د عقابان هندوکش یوازینی ګول یي نجیب هاشمي ترسره کړ.