د بادغیس فوټسال رمضان جام حذفي سیالۍ پایلوبې ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۹:۸
د بادغیس فوټسال رمضان جام حذفي سیالۍ پایلوبې ته ورسېدې

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه ی نو ښار کې د باغیس د بدني روزنې او سپورټ آمریت او فوټبال فدراسیون له لوري د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې وړاندې په آریانا لوبغالي کې پیل شوې وې، پایلوبې ته ورسیدې.

د سیالیو په نیمه پایلوبه کې برادران او امید فرستان لوبډلو سیالي وکړه، چې په پایله کې د ۸-۷ په توپیر د امید فرستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په پام کې ده، چې د یادو سیالیو پایلوبه راتلونکې سه شنبه د مرغومي په ۲۹ مه د امید فرستان او برادران لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۵۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۴۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د محب الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې محب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۴۸
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS