د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د رهبري له خوا د ياد رياست د درېوو مياشتو د کړنو ارزونه وشوه

د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د رهبري له خوا د ياد رياست د تېرو درېوو مياشتو د کړنو ارزيابي وشوه، ياده ارزونه د نوموړي رياست د رهبري په جلسه کې، چې د ورزش عالي شوری او اداري مجلس غړي پکې شامل وو، ترسره شوه. د عالي شورا او اداري پلاوي غونډه د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رئیس ښاغلي مولوي عبدالودود حقاني په مشرۍ او د بېلا بېلو څانګو د رئیسانو، سلاکارانو او آمرینو په ګډون د ۱۴۴۴/۱۲/۲۴ نېټې ، چهار شنبې په ورځ ۹:۳۰ بجو د المپیک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه او لاندې پریکړې پکې وشوې.
لومړی: د ورزش ادارې د عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني له خوا د مرکز په ادارې کې د ځينو ستونزو يادونه وشوه او دا مطرح شول، چې د سمون او اصلاح لپاره بايد ځينې تغييرات او تبديليانې راوړل شي. ياده موضوع د مجلس د غړو له خوا تايد شوه او پر دې ټينګار او فيصله وشوه، چې په ځينو برخو کې بايد تغييرات او تبديليانې راوستل شي.
دويم: په ياده جلسه کې دويمه موضوع دا مطرح شوه، چې د مالي چارو او بهرينو اړيکو يو کمسون رامنځته شي، چې دندې به يې په دې ډول وي:
• یاد کمیسون به د عوایدو د ښه مدیریت، د هیواد دننه او بهر د ښې بازار موندنې او د بهرنیو اړیکو تامینولو په موخه خپلې هڅې په کار اچوي او ځانګړي ګامونه به اخلي.
• د یاد کمیسیون د جوړولو ځانګړې موخه دا ده، چې له ورزشي منابعو څخه په ګټې اخیستنې سره د ورزش د ادارې عواید راټول او د دې موخې د ترسره کولو لپاره د بازار موندنې یو ځانګړی پلاوی تعین کړي او د بهرنیو اړیکو د متخصیصینو په مټ د هیواد بهر له نړیوالو ورزشي ادارو سره اړيکې تامين او پراخې کړي.
• یاد کمیسون به د هیواد دننه له متشبثینو، لویو شرکتونو، اړوندو ملي بنسټونو او بهرنیو ورزشي سازمانونو او استازولیو
( سفارت خونو) سره د بازار موندنې او پانګې راجلبولو په موخه اړیکې ټینګوي.
د جلسې د پرېکړې پر اساس ياد کمسون ته په لاندې ترتيب لس تنه انتخاب شول:
• محترم حمیدالله صافی ( د یاد کمیسون لنډ مهالی سرپرست)
• د مالي او اداري محترم رئیس
• محترم محمد الله احساس- غړی
• محترم عبدالمومن راد- غړی
• محترم داد محمد پاینده اختری- غړی
• محترم قاری حیات الله رحمانی- غړی
• محترم محمد یوسف افتخار-غړی
• محترم محمد نذیر- غړی
• محترم ذبیح الله نظری- غړی
• محترم قدرت الله زرمتی- غړی
درېيم: د فني او مسلکي رياست له خوا موضوع مطرح شوه، چې د فدراسيونونو د شخړو د حل د کمېسون کارونه ډېر دي او نه شي کولی،چې د فدراسيونونو د ټولو فني او مسلکي ستونزو حل ترسره کړي، له همدې امله پرېکړه وشوه، چې د يادو ستونزو د حل لپاره يو بل کمسيون تشکيل او فني او مسلکي معاونيت ته د تاييد لپاره وړاندې شي.
څلورم: په جلسه کې څلورم بحث د ايران اسلامي جمهوريت د ورزش او ځوانانو له وزارت سره د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د ورزشي تړون مسوده وه، چې د غونډې ګډونوالو ته واورول شوه او غړيو پرې خپل نظريات ورکړل، ځينې برخې يې اصلاح کړې. په پای کې پرېکړه وشوه، چې ياده مسوده دې د نهايي تاييد لپاره د مالي او بهرنيو اړيکو کمسيون ته وسپارل شي.
پنځم: په يادې غونډې کې وروستۍ موضوع دا وه، چې په بهر کې له افغان ورزشکارانو د حمايت لپاره يو کمسون ته دنده سپارل شوې وه، چې پر يوه جامع طرزالعمل کار وکړي. ياد طرزالعمل د غونډې ګډونوالو ته واورلو شو، د ګډونوالو له خوا پکې لازمې سموونې او اصلاحات راوړل شول، په پای کې فيصله وشوه، چې د نوموړي طرزالعمل مسوده دې د نهايي کولو لپاره د مالي او بهرنيو اړيکو کمسيون ته وسپارل شي.
له پورته پرېکړو او بحثونو وروسته د اداري پلاوي او ورزش د عالي شوری مشترکه غونډه غرمه ناوخته ستر رب ته په دعا سره پای ته ورسېده.