د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رهبري د سرپل ولایت له ورزشي امريت څخه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۲۸
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رهبري د سرپل ولایت له ورزشي امريت څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رييس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوي، سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي امريت او اداري کارکوونکو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني او ورسره مل پلاوي، د سرپل ولایت ورزشي امر عبدالحق فیضي، د بېلابېلو فدراسیونونو استازو او نورو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

په پیل کې د سرپل ولایت ورزشي امر عبدالحق فیضي د ورزش ادارې رهبري ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې د هېواد یوه لرې ولایت ته یې د ورزش د ودې په موخه سفر کړی دی.

ښاغلي فیضي د سرپل ولایت د ورزش د وروستي وضعیت پر اړه خبرې وکړې او وې ويل، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت ورزشکارانو په بېلابېلو ورزشي برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ښاغلي فیضي همداراز زیاته کړه چې غواړي په یاد ولایت کې د یو شمېر نورو ورزشي رشتو استازولۍ هم فعالې کړي او هغه فدراسیونونو چې په یاد ولایت کې نیمه فعال دي؛ په بشپړ ډول فعال کړي.

د دغه لیدنې په ترڅ کې د سرپل ولایت د فدراسیونونو استازو هم یاد ولایت ته د هېواد د ورزش ادارې د رهبري په سفر خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د دغه ولایت د ورزشي ودې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او وې غوښتل چې په دغه ولایت کې یو شمېر ورزشي اماکن جوړ کړي.

ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې د سرپل د ورزشکارانو او د دوی د وروستیو ورزشي فعالیتونو ستاینه وکړه او همداراز یې زیاته کړه، چې د دغه ولایت ورزشي امریت باید د ورزشي ودې او د ځوانانو د سالمې روزنې په برخه کې خپل ور سپارل شوی مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

ښاغلي وثیق همداراز ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کال کې به د ياد ولايت رغنیزو، تشکیلاتي او ورته نورو برخو ته ځانګړی پام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د زمرخېلو ټایګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

لغمان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ده زیارت کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS