د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رهبري هئت د بدخشان له ورزشي ځایونو څخه لیدنه وکړه
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رهبرۍ او ورسره پلاوي بدخشان ولایت ته د خپل سفر په اوږدو کې د یاد ولایت له ورزشي جمنازیوم او ورزشي ځایونو څخه لیدنه وکړه.
یاد هیت د نوموړي ولایت د ورزشي جمنازیوم، کاري دفترونو او ورزشي ځایونو د لیدنې ترڅنګ د دغه ولایت د اوسني ورزشي وضعیت ارزونه وکړه.
په دغه لیدنه کې د نوموړي ولایت ورزشي مسوولینو د ورزشي امریت د نوې ودانۍ په اړه معلومات وړاندې کړل، هغوی وویل چې د دغې ودانۍ چارې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مالي ملاتړ د یوه خصوصي شرکت له لوري ۹۰ سلنه بشپړې شوې او په وروستیو کې د یو لړ اقتصادي ستونزو له امله درېدلې دي.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رهبرۍ پلاوي د یاد ولایت د ورزشي ځایونو تر لیدنې او ارزونې وروسته د بدخشان ولایت له ورزشي مسوولینو سره ژمنه وکړه، چې یاده موضوع به په مرکز کې د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي ریاست په اداري جلسه کې شریکوي او رسېدنه به ورته کېږي؛ ترڅو د نوموړي ولایت ورزشي مسوولینو ته د ورزش د ښه والي په پار د نوې ودانۍ چارې بشپړې او تسلیم شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې څو ورزشي ځایونه غصب او یا هم له دولتي ادارو سره په دعوه کې دي، په همدې تړاو د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پلاوي بدخشان ولایت له محلي مقاماتو سره لیدلي او هر اړخیزې خبرې کړې دي.
