د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان د جمناستیک ۲۵ کلبونو له استازو سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۲:۱۰
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان د جمناستیک ۲۵ کلبونو له استازو سره وکتل

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان د جمناستیک په برخه کې د شته ستونزو په موخه د کابل په کچه د ۲۵ کلبونو له استازو سره وکتل.

په دغه ناسته کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان، د فدراسیونونو امر محمد اعظم کوهي، د ۲۵ کلبونو استازو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او لسګونو ورزشکارانو ګډون کړی و.

په پیل کې د جمناستیک څانګې استاذانو، روزونکو او ورزشکارانو خبرې وکړې او د جمناستیک فدراسیون اړوند ستونزو ته یې اشاره وکړه، چې له امله یې په جمناستیکي ډګر کې د ورزشکارانو ترمخ ناهلیۍ راپورته کړې دي، دوی غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې شته ستونزو ته پاملرنه وشي او د جمناستیکي ورزشکارانو لپاره ناهیلۍ ختمې شي.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان خبرې وکړې، جمناستیک یې د نورو ورزشونو رنګ یاد کړ او زیاته یې کړه چې ټولې ورزشي برنامې پر جمناستیکي نمایشاتو رنګینې او ښکلې کېږي.

ښاغلي حافظ احمد جان د دوی ستونزې تایید کړې او په دې برخه کې یې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بلال احمد لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننگرهار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونړ ولايت زلزله ځپلو سره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۹:۱۱
Background image

BACK TO NEWS