د بدني روزنې او ورزش لوی رياست رهبري پلاوي کاپيسا او پروان ولايتونو ته د ورزشي څانګو د ارزونې په موخه سفر وکړ

د بدني روزنې او ورزش لوی رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د فوټبال ملي فدراسيون رييس محمد يوسف کارګر او ورسره پلاوي د کاپيسا او پروان ولايتونو د ورزشي څانګو د ارزونې او فوټبال سياليو د پرانيسې په موخه يادو ولايتونو ته سفر وکړ.
د دغه سفر په پايله کې د بدني روزنې او ورزش لوی رياست رهبري پلاوي د ورزشي مسولينو او فدراسيونونو له استازو سره ناستې وکړې، د هغو ستونزې يې واورېدې او د هغو د لاسته راوړنو هرکلی يې وکړ، ښاغلي حافظ احمد جان ځدران د دغه سفر په جريان کې د دواړو ولايتونو له ورزشي مسوولينو سره په خبرو کې د هغوی ملاتړ وغوښت او زياته يې کړه چې د هيواد د ورزش اداره يې تر ټول توانه ملاتړ کوي او د دوی تر شا ولاړه ده. ښاغلي ځدران همداراز له ورزشي مسولينو غوښتنه وکړه چې د ورزش د ودې او پرمختګ په برخه کې دې ګوټلي ګامونه واخلي او ورزش دې له مرکز څخه تر ولسواليو او کليو ورسوي.
ورپسې د هيواد د فوټبال ملي فدراسيون رييس يوسف کارګر خبرې وکړې، هغه د هيواد د ورزش پر وروستیو لاسته راوړنو خبرې وکړې او نړيوال جام ته يې د فوټسال ملي لوبډلې د ورتګ مبارکي وړاندې کړه، هغه وويل: هيله لرو چې د هيواد ټولې ورزشي برخې په نړيوالو ډګرونو کې ښې وځلېږي او ښې لاسته راوړنې ولرلی شي.
په يادو ولايتونو کې د ورزشي امريتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د تېر په څېر به خپلو چارو ته په احسن شکل دوام ورکوي او لابه يې د ودې لپاره هڅې کوي.
هېره دې نه وي چې د دغې سفر په اوږدو کې په کاپيسا ولايت کې د ياد ولايت په کچه د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ، د تللي پلاوي له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پيل شوې، چې ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
د دغې سياليو لومړۍ لوبه د کاپيسا فيروزي او الاسای ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې الاسای لوبډلې د ۶_۱ ګولونو په توپير بريا خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې د بدني روزنې او سپورټ رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران د پروان ولايت له ځينو ورزشي کلبونو هم ليدنه وکړه او ورزشکارانو ته يې ډاډ ورکړ چې د توان اړوند يې هر ډول ملاتړ کوي.