د بلخ ولايت د څوارلسو ولسواليو د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۰:۱۶
د بلخ ولايت د څوارلسو ولسواليو د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د څوارلسو ولسواليو د فوټبال منتخبو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ له درېيو مياشتو راپدې خوا پيل شوې وې، تېره ورځ د دولت اباد او خلم ولسواليو د فوټبال لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره شوه چې په پايله کې دولت اباد لوبډلې خپله سياله لوبډه د ۲٫۰په توپير ماته کړه او د يادو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

په دغو سياليو کې د ورزشي مسوولينو سربېره د فوټبال ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

د يادو سياليو په پای کې د دولت اباد لوبډلې ته د لومړي مقام، خلم لوبډلې ته د دويم مقام او د‌کشندې ولسوالۍ لوبډلې ته د‌غوره اخلاقو کپونه ورکړل شول.

د نوموړو سیالیو موخه د فوټبال وده او ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS