د بلخ ولايت په کوربتوب د دريو ولايتونو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت په کوربتوب د سمنګان، سرپل او بلخ ولايتونو د پهلوانانو ترمنځ د مزار شريف په عمر فاروق پروژه کې د کورش سيالۍ ترسره شوې.
په دغو يو ورځنيو سياليو کې له ۱۰۰ زياتو د کورش پهلوانانو ګډون کړی و، چې په پايله کې د درې واړو ولايتونو پهلوانان وتوانېدل چې مساوي نومرې ترلاسه کړي.
د دغو سياليو موخه د کورش سياليو وده او همدارنګه د شمالي زون د ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ يووالی دی.
