د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په کفتر علي کلي کې د غیږنیونې سیالۍ پای ته ورسیدې.
دغه سیالۍ د تخار ولایت د ۴ ولسوالیو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ینګي قلعه په ولسوالۍ کې د ۲ ورځو لپاره ترسره شوې.
په دې سياليو کې د ينګي قلعه ولسوالۍ ورزشکاران وتوانېدل چې تر ټولو ډېرې نمرې وګټي.
دغه سيالۍ د قاري زين الله (حنفي) په مالي مرسته د دوو ورځو لپاره جوړې شوې وې.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د تخار ولایت په ولسوالیو او کلیو کې د کورش د غیږ نیونې د لوبې لېږدول دي.
