د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۱:۵
د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ماورای کوکچه ولسوالیو او د تخار مرکز د لوبډلو د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې د تخار ولایت د بدني رونې او سپورټ آمریت او ووشو فدراسیون د تخار څانګې په همغږۍ د ځوانانو او لویانو په دوو عمري ډلبندیو کې پیل شوې وې، د ینګي قلعه لوبډلې په لومړي، د سلطاني دویم او خراسان لوبډلې په درېیم مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې.

په پای کې د مسؤلینو له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ سندونه ورکړل شول.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه په ولسوالیو کې د ووشو ورزش ته وده ورکول دي او دغه بهیر د کلني پلان له مخې په ولسوالیو کې دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS