د تکواندو ملي فدراسیون ۲۲۰ تکواندوکارانو ته د کوکي وان نړیوال سازمان سندونه ورکړل

د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د اووم ځل لپاره د تکواندو ۲۲۰ ورزشکارانو ته د کوکي وان نړیوال سازمان معتبر سندونه ورکړل شول.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هېواد المپیک ملي کميټې او سپورت ریاست سرپرست الحاج مولوي عبدالودود حقاني، د تکواندو ملي فدراسیون رئیس پروفیسور ډاکتر نجیب الله سکندر، د المپيک ملي کمیټې اجرائیه رئیس دادمحمد پاینده اختري،د سپورت ریاست ستر سلاکار محمد یوسف افتخار او ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
ښاغلي عبدالودود حقاني ورزش او ورزشکاران د هېوادونو قومونو، ملیتونو او بیلابېلو انساني پرګنو ترمنځ د اړیکو، انسجام او دوه اړخیز تعامل لپاره مهم عنصر وباله. ښاغلي حقاني په هېواد کې د ورزش په روانو منظمو او سیستماتيکو برنامو خوښي وښوده او له ورزشکارانو سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د تکواندو ملي فدراسیون رئیس پروفیسور ډاکتر نجیب الله سکندر په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته ددې سندونو په نړیوال ارزښت خبرې وکړې او دا یې د کوکي وان یا د تکواندو نړیوالې آکاډمۍ د هغې باور له مخې چې د فغانستان د تکواندو ملي فدراسیون یې ورسرره لري، د افغان ورزشکارانو لپاره یو ارزښتمن امتیاز وباله.
د ښاغلي سکندر په خبره په نوره نړۍ کې ورزشکاران دا سندونه په ډيره لوړه بیه او سختۍ سره ترلاسه کوي او تر هغې چې یو تکواندو کار د کوکي وان نړیوال سند ونلري، نشي کولی په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده چې ددې نړیوالو سندونو د ورکړې لپاره د تکواندو ملي فدراسیون د هېواد په زونونو کې په نړیوالو معیارونو برابر څلور روزنیز سمینارونه ورکړي او د سمینارونو له ګډونوالو څخه د آزموینې په پایله کې بریالي شویو تکواندوکارانو ته یاد سندونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د یادو سندونو د ورکړې په اووم پړاو کې د هېواد له پلازمېنې، ولایتونو او په ایران، پاکستان هېوادونو کې مهاجرو ۲۲۰ تنو ورزشکارانو د کوکي وان نړیوال سندونه ترلاسه کړل.ۍ