د تکواند اسيايي ازادو سياليو"G2" پر دوام؛ دوو افغان ورزشکارانو د طلا مډالونه وګټل

د تکواندو اسيايي ازادې سياليو "G2" پر دوام؛ چې د پاکستان په کوربهتوب په پلازمېنه اسلام آباد کې ترسره کېږي، نن څلور افغان تکواندو کارانو په دوه وزني (۴۸کيلو او ۵۵ کيلو) کټګوريو کې سيالۍ وکړې او دوو افغان ورزشکارانو حکم الدین امید او تمیم رحمن رحماني دوه د طلا مډالونه وګټل.
حکم الدين اميد په ۵۵ وزن او تميم رحمان رحماني په ۴۸ کیلو ګرام وزن کې په دوه راونډه سياليو کې درې پاکستاني او یوـ یو افغان سیال ته په ماتې ورکولو سره د طلا مډالونو وګټل او د دغو سياليو نيمه لوبو ته يې هم لار پيدا کړه.
د تکواندو اسيايي ازادې سياليو کې ۱۵ افغان تکواندو کارانو ګډون کړی، چې د فيبروري مياشتې پر ۱۴مه نېټه پيل شوي او د همدې مياشتې پر ۲۰مه نېټه به پای ته ورسېږي.