د جمهوري رياست دوېم معاونيت د فوټسال شل کلنو لوبډلې لوبغاړي وستايل.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۱:۱۲
دفتر معاونیت دوم ریاست جمهوری از نایب قهرمانی تیم فوتسال تقدیر نمود.

 

د جمهوري رياست دوېم معاونيت د فوټسال شل کلنو لوبډلې لوبغاړي وستايل. افغان شل کلنو په دې وروستيو کې د اسيايي فوټسال اتلولۍ دوېم مقام ګټلی او تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ دوېم معاونيت دفتر لخوا وستايل شول. د ستايغونډې په پېل کې د بدني روزنې او ورزش رياست او المپیک ملي کمېټې مشر دوکتور حفيظ الله ولي رحيمي له دويم معاونيت څخه مننه وکړه چې لوبغاړو ته پاملرنه او ملاتړ کوي. د جمهوري رياست دوېم مرستيال استاد سرور دانش د ورزش له مسؤلينو او ورزشکارانو څخه مننه وکړه چې افغانستان يې وياړونه او خوښئ راوړي او د دوی هڅې يې وستايلې.

د جمهوري رياست دوېم معاونيت د فوټسال شل کلنو لوبډلې لوبغاړي وستايل.

ښاغلي دانش وويل حکومت د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره ژمن دی او له ښه مرغه په وروستيو کې د دولت او د بدني روزنې د رهبرۍ د پاملرنې له کبله ورزش په ښه ډول پرمختګ کړی. د ستاېنغونډې په پای کې د جمهوري رياست دوېم معاونيت لخوا د ورزش مسؤلينو، د فوټسال لوبغاړو او وروزنکو ته ستاينليکونه ورکړل شول. په دې غونډه کې د المپیک د ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش رياست مرستيالانو، د فوټبال فدراسيون سرپرست مشر يوسف کارګر او د يو شمېر نورو فدراسيونو مشرانو هم ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS