د جوانان میهن د زیتون روغتون لوبډلې ته ماتې ورکړه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۳
د جوانان میهن د زیتون روغتون لوبډلې ته ماتې ورکړه

یکشنبه ۱۲ د مرغومی ۱۴۰۰

سمیر هیبت

د کابل د الف کټګورۍ د فوټسال سیالیو په دوام کې پرون سې شنبه د جوانان میهن او زیتون روغتون ټیمونو یو له بل سره سیالي وکړه.

دا لوبه د ۵-۳ په وړاندې د جوانان میهن په ګټه پای ته ورسېده.

د کابل د الف کټګورۍ د فوټسال سیالیو د دغه پړاو د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ درې اونۍ وړاندې د مرکز د ۲۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې، چې هره ورځ د هېواد د فوټسال په جمنازیوم کې د فوټسال سیالۍ کیږي.

په نیمه پایلوبه کې به نن یکشنبه د مرغومی ۱۲مه د جوانان میهن د ورزش افغانستان لوبډلې پر وړاندې او د الف ګروپ په دویمه لوبه کې به د امید عدالت ټیم د صلح لوبډلې سره مخامخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS