د خوست فوټسال رمضان جام سیالیو پایلوبې ته ګربز لوبډلې لار ومونده
د خوست ولایت د اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي میدان کې د فوټبال فدراسیون له لوري په لومړي ځل د فوټسال پیل شویو رمضان جام سیالیو پایلوبې ته ګربز لوبډلې لار ومونده.
د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته غرغښت او ګربز لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې ګربز لوبډلې خپله سیاله غرغښت لوبډله د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماته کړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.
په دې سره به اریانا لوبډلې چې له مخکې یې پایلوبې ته لار موندلې وه له ګربز لوبډلې سره د پایلوبې سیالي ترسره کړي.
باید یادونه وشي چې د فوټسال په دغه ټورنمنټ کې ۲۴ لوبډلو ګډون کړی وو او پایلوبه به یې نن شپه د ذکر شوو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
