د خوست ولایت ورزشي امریت ته نوی سرپرست امر معرفي شو

سه شنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۴۰۰
فضلیار
هغه مراسم چې په همدې موخه دخوست ولایت په ورزشي امریت کې نیول شوي وو، پکې د ولایت مقام د منابع بشري رﺉیس نقیب الله متونوال ، دخوست ولایت پخواني ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ، نوي سرپرست امر عطاالله کډوال ، د 35 فدراسیونونو مسؤولینو ، ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیسته وه.
مراسم د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شول.
له تلاوت وروسته د ولایت مقام دمنابع بشري رﺉیس نقیب الله متونوال له خوا د بدني روزنې او ورزش د لوی ریاست له لوري د عطا الله کډوال د سرپرستۍ رالېږل شوی مکتوب ولوستل شو.
له هغه وروسته دخوست پخواني ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ د خپل تېر وخت په کارکردګیو رڼا واچوله.
له ملنګ وروسته نوي سرپرست امر عطا الله کډوال خپل راتلونکي پلانونه واورول او ورزشکارانو ته یې ډاډ ورکړ، چې…