د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د کبډي سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۴:۱۹
د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د کبډي سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د کبډي فدراسیون په چوکاټ کې د همدې رشتې د شپږو ځايي غوره کلپونو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال، د کبډي فدراسیون مشر صفي الله امرخېل، د رزمي ورزشونو مسؤل جمیل الماس، د تڼیو ولسوالۍ امنیتي مسؤلینو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینه والو برخه اخیستې وه.

په دې سیالیو کې د نویو او ځوانو لوبغاړو ترڅنګ د ملي او منتخبې لوبډلې پخواني لوبغاړي هم ګډون لري، چې نوي لوبغاړي به د دوی له تخنیکونو او مهارتونو سره پوره بلدتیا پیدا کړي.

د یادولو وړده، چې دا سیالۍ به یوه اوونۍ په دوام وکړي او په پایله کې به یې ۲۴ پیاوړي لوبغاړي د ځوانانو او لویانو منتخبو لوبډلوت ه د دې ولسوالۍ په کچه غوره کړل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۵۰
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۷
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د ځوان عمر لوبډلې. . .

BACK TO NEWS