د خوست په مرکز کنډيو کلي کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسيون په چوکاټ کې د ياد ولايت په مرکز کنډيو کلي په درابو ميدان کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې درې مياشتې يې دوام وکړ، د کنډيو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ياد ولايت د امنيه قومندانۍ په مالي ملاتړ ترسره شوې او په پايلوبه کې کنډيو ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې لکڼو منتخبې لوبډلې ته د ۲_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې د يادو سياليو د پای په مراسمو کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
