د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د فوټبال اختریز جام سیالۍ د سټېوان ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د فوټبال جام سیالۍ چې څو ورځې وړاندې د کو چني اختر په مناسبت پیل شوې وې، د سټیوان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
په دې سیالیو کې ۳۰ لوبډلو برخه اخیستې وه او دا لومړی ځل ؤ چې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ورته سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو پای لوبې ته د سټيوان ځوانان او سټي وان ځواک لوبډلې وتلې وې چې له پوره هڅو سره سره یې لوبه مساوي پای ته ورسېده. وروسته د پینالټي وهلو پرېکړه وشوه چې پایله کې د ۲-۳ ګولونو په توپیر سټیوان ځوانانو لوبډلې اتلولي خپله کړه.
د پایلوبې په مراسمو کې د خوست سپورت مسؤولینو، ځایي امنیتي مسؤولینو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی ؤ او لوبغاړي یې نږدې وهڅول.
په پای کې د خوست فوټبال فدراسیون او ورزش مسؤولینو له لوري لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.