د درې رشتو ۱۱ افغان ورزشکاران په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه چین ته روان شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۰:۵۱
د درې رشتو ۱۱ افغان ورزشکاران په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه چین ته روان شول

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ، جوجيتسو او کراتې ۱۱ ورزشکارانو، هيئت او روزونکو د ياد رياست له رعمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق سره تر خدای پامانۍ وروسته د چين هيواد هانګژو ښار ته سفر وکړ.

د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق په اسيايي سياليو کې د افغان ورزشکارانو په ګډون خوښي څرګنده کړه او ويې ویل: تمه لرو چې په دغو سياليو کې ښه وځلېږئ او د افغانستان لپاره وياړونه راوړئ. ده همداراز وويل: د لوبې ګټل او بايلل حتمي وي؛ خو تاسو هم له اوس څخه په دې موخه سفر پيل کړئ چې هيواد ته اتلولۍ راوړئ او ډکې منګولې راوګرځئ.

ښاغلي وثيق زیاته کړه: تاسو د افغانستان په استازولۍ ځئ او هر يو د افغانستان د يوه سفير حيثيت لرئ، نو غوښتنه لرو چې د افغانستان د اسلامي فرهنګ ښه استازولي وکړئ او ټولو ملي، فرهنګي او اسلامي شعايرو ته په اوليت قايل واوسئ. نوموړي همداراز وويل: د سياليو پر وخت نړيوال معيارونه په پام کې ونيسئ، قوي همغږي ولرئ او د مشرانو اطاعت وکړئ.

هېره دې نه وي چې په دغو سيالو کې تر دې دمه افغان ورزشکارانو په مختلفو برخو کې لاسته راوړنې لرلې دي او تمه ده چې ياد ورزشکاران به هم ښې لاسته راوړنې ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۴۶
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو لوبډلو د ٥٥ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوه.

د یادې سیالۍ په پای کې سېلاب لوبډلې لومړی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۴۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوه.

د یادو سیالیو په پای کې کریم الله لومړی او احمد ضیأ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې د استاد علا. . .

BACK TO NEWS