د رزمي ورزشونو افغان ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو او برنزو مډالونه وګټل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۲:۹
د رزمي ورزشونو افغان ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو او برنزو مډالونه وګټل

د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسیايي سیالیو په رزمي برخه کې فیاض احمد ابراهیمي په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې خپلو قرغزستاني او هندي سیالانو ته ماته ورکړه او د متحده عربي اماراتو سیال پر وړاندې یې ماته وخوړه او د سپینو زرو مډال ګټونکی شو.

همدارنګه د رزمي سياليو بل افغان ورزشکار احمد قيومي په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې خپله لومړۍ لوبه له هندي سیال څخه وګټله او په دویمه سیالۍ کې یې له خپل سیال څخه ماته وخوړه او د برنزو مډال ګټونکی شو.

دغه سيالۍ د ۴۵ هېوادنو په ګډون په ۲۷ورزشي رشتو کې روانې دي، چې نږدې ۵۰ افغان ورزشکاران او ورسره پلاوي به په اتو ورزشي رشتو کې د سياليو ډګر ته ښکته شي.

يادې سيالۍ د بحرين هېواد په کوربه‌توب د روانې ميلادي مياشتې په ۲۲مه پيل شوي او تر ۳۱ مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۲:۱۳
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د مېوند لکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک ښار کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS