د روشن مخابراتي شرکت استازو د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۶
د روشن مخابراتي شرکت استازو د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل

په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت استازو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له رهبرۍ سره د دې رياست په مرکزي دفتر کې وليدل او د ورزش د پرمختګ لپاره يې په ګډو همکاريو خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت د بازار موندنې مرستيال عبدالعزيز نيازي ګډون درلود.

د دې ليدنې په پيل کې، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد ورزش په پر مختګ او مالي ملاتړ کې د روشن مخابراتي شرکت هڅې وستايلې او مننه يې وکړه، چې دوی د افغانستان د ورزش د پرمختګ لپاره د ورزشکارانو او ورزشي برنامو مالي ملاتړ کړی دی او کوي يې.

دغه راز ښاغلي وثيق زياته کړه، چې ورزش د ټولو ګډ ارزښت دی او په پرمختګ کې يې بايد ټول برخه واخلي، په خاصه توګه خصوصي سکتور.

همدارنګه، په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت استازي وويل، لکه څرنګه، چې روشن مخابراتي شرکت، په تېر کې د افغانستان د ورزش د پرمختګ لپاره هڅې کړي په راتلونکي کې به هم دغه لړۍ دوامداره وساتي او د افغان ورزشکارانو د پرمختګ لپاره به د دوی په بېلابېلو برخو کې مالي ملاتړ وکړي.

دغه راز نوموړي وويل، زموږ هڅه دا ده، چې بېلابېلو برخو کې د ورزشي برنامو مالي ملاتړ وکړو، ترڅو په هېواد کې ورزش لا پراختيا ومومي.

د ويلو ده، چې د دې ليدنې په پای کې د هېواد د ورزش ادارې د رهبرۍ له لوري د روشن مخابراتي شرکت استازو ته د ورزش د پرمختګ په برخه کې د دوی د هڅوو او کوښښونو د ستاينې په موخه ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۲۱
Background image

خوست؛ په مرکز متون ښار کې د مطيع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د مرحوم مطیع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدنې روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ملي لوبډلې د نويو ځوانانو دولسم پړاو او د لويانو لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ د ۳۰۰ ورزشکارانو په ګډون د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۹
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې له مرکز او والسوالیو د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې. . .

BACK TO NEWS