د ریاست الوزراء کفیل د فوټبال ملي لوبډلې له روزونکي او لوبغاړو سره ولیدل
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د فوټبال فدراسیون له مسولینو، سر روزونکي او لوبغاړو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون معاون حافظ احمد جان، د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکی عبدالله المطیري او د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي شامل وو.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر لوبغاړو او مسولینو ته پوره ډاډ ورکړ، چې د سپورټ او په ځانګړي ډول د فوټبال پوره حمایت کوي او تر ممکنه حده پورې به ورته د اسانتیاوو برابرولو هڅه وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د فوټبال د نوي کويټي روزونکي عبدالله المطیري هم ستاینه وکړه او ځانګړی ښه راغلاست یې ورته ووایه، چې افغانستان ته راغلی او د افغانستان د فوټبال لپاره خدمت کوي. نوموړي ته یې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې ترې وکړه، چې په پوره ډاډمنتیا او ارامتیا سره خپلې دندې ته ادامه ورکړي.
د فوټبال فدراسیون مسولینو مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه، چې مشرتابه تل له ورزش په ځانګړي ډول له فوټبال څخه ملاتړ کړی او اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزارء د کفیل له خوا د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي په نغدي ډالیو هم ونازول شول.
