د زابل ولایت شاجوی ولسوالی۳۰ تنه ورزشکارانو ته دارتقا کمربندونه او اسناد ورکړل شول

تېره ورځ په هم دې مناسبت په فیروزي کلب کې جوړ شوي مراسم کې د هغو ورزشکارانو لپاره کمربندونه وویشل شول چې له کلونو راهیسې یې په دې کلپ کې خولې توی کړي دي
پروګرام د قران کریم په مبارکو ایتونو سره پیل شو.
لومړی د تکړه ورزشکارانو لخوا راغلومیلمنو ته ورزشی ننداری او حرکتونه اجرا شول .
پدی پروګرام کي دزابل دورزش آمر استاد احمد غلامی په ګډون دورزشی کلبونو استادانو، ملکی او نظامی مسؤلینو او په ګڼ شمیر د ورزش مینه والو ګډون کړی وه.
د پروګرام په ورستیو کي دزابل دورزش اوبدنی روزنی امریت لخوا پر ورزشکارانو ستاینلیکونه، مډالونه او ورزشی وسایل لکه لباسونه اوبیکونه هم وویشل شول.