د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ دفوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال جام سیالۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
ددې سیالیو پایلوبه د اتحاد او مکتب لوبډلو ترمنځ وه چې اتحاد لوبډلې د ۲-۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د سیالیو موخه د شاجوی ولسوالۍ د لوبغاړو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځ ته کول وو.
په پای کې د فوټبال فدراسیون له لوري غوره لوبډلو او مخکښو لوبغاړو ته مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.
