د سنوکر افغان ورزشکار صالح محمد محمدي د چينايي سيال پر وړاندې ماته وخوړه

د افغانستان د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ د شپږ بالونو د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو سيالۍ کې د چينايي سيال چن کوين پر وړاندې د ۴ - ۱ ميدانونو په توپير سيالي بايلوده او له سياليو څخه بهر شو.
محمدي د يادو سياليو په ماسټر برخه کې عماني او بحريني سيالانو ته ماته ورکړه؛ خو د متحده عربي اماراتو سيال پر وړاندې يې ماته وخوړه او د شپږ بالونو په برخه کې يې کويټي، بحريني او سکاټلنډي سيالانو ته ماته ورکړه او د چيني سيال پر وړاندې يې ماته وخوړه.
یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربتوب په مانامه ښار کې پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.