د شمال زون د فټنس سیالیو شپږم پړاو پیل شو

په شمالي بلخ ولایت کې د شمال زون په کچه د فټنس لوبې پیل شوې.
د یادو لوبو د پرانېستو مراسمو کې د بلخ ورزشي امر محمدالله حماد، د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون مسوول محمد یوسف سخي، استادانو، د کلپونو مسوولینو او د یاد ورزش مینوالو برخه اخیستې وه.
په دغو لوبو کې به له تخار، کندز، بغلان، کابل، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو څخه ۱۵۰ ورزشکاران په بېلابېلو عمرونو او وزنونو کې برخه واخلي، چې یوه ورځ به روانې وي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو لوبو موخه راتلونکو لوبو ته د غوره لوبغاړو په ګوته کول دي.